https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
ليندۍ ١٦، ١٤٠١ ډسمبر ٧، ٢٠٢٢، رسنيز خبرليک:  هېواد او نړۍ کې ميلونونو افغانانو ته له وړکتون تر دولسم ټولګي وړيا لېوال ډيجيټل ښوونځى پرانيستل
ليندۍ ١٦، ١٤٠١ ډسمبر ٧، ٢٠٢٢، رسنيز خبرليک: هېواد او نړۍ کې ميليونونو افغانانو ته له وړکتون تر دولسم ټولګي وړيا لېوال ډيجيټل ښوونځى پرانيستل شو    English فارسی
تړونى کاپي کاپي شو
د ١٤٠١ کال اټکلونه ښيي چې افغانستان کې د لوستيا کچه ٣٧٪ ده. د ٤٢ ميليونه افغانانو څخه ٢٦ ميليونه يې ليک لوست نشي کولاى، نوي سياسي بدلون سره نژدې د دوه ميليونو نجونو منځنيو ښوونځيو ته پر تګ بنديز دى. شاوخوا درې ميليونه کورنۍ هېواد کې دننه کډوال او يو ميليون نورې هېواد پرېښودو ته اړ او د هغه ميليونو افغان کډوالو برخه شول چې له پخوا لا په نړۍ خواره واره پراته دي. ددغوکډوال ځينې لږ يا هېڅ ښوونځي ته ترلاسى نه لري.
لېوال ډيجيټل ښوونځى دغو لسګونه ميليونو افغانانو ته د ښوونځي خپلځاني زدکړو ډيجيټلي سيستم او د دوى د زدکړو هڅو ته رسمي اسناد برابروي. د يو سروې لمخې يوازې خيبر پښتونخوا کې۴.۷ ميليونه کسان چې عمرونه يې د ٥ او١٦ کلونو ترمنځ دي ښوونځي ته نه ځي.۲،۹ ميليونه يې نجونې دي او يو ميليون يوازې په قبايلي سيمو کې ژوند کوي چې ډېرى يې افغان کډوال کېداى شي.
په لنډيز ډول د افغانانو تر٧٠٪ د ښوونځي، ښوونکي او کتاب نشتون يا هم بېوزلۍ، ټولنيزو، سياسي بنديزونو او نورو ناخوالو له امله ښوونځي ته نشي تلاى، لېوال ډيجټل ښوونځى دغه ټول خنډونه لمنځه وړي. پورتنيو ستونزو سربېره رسمي زدکړې يوازې د مدرسې او ښوونځي تګ پورې تړلو او بديلو لارو لکه دليرې ښوونځى، کور ښوونځى، پرانيستى ښوونځى، مجازي ښوونځى او په لسګونو نورو لارو څخه ګټه نه اخستلو لوستي کېدل لا ناشوني کړي. لېوال ډيجيټل ښوونځى هېواد او نړۍ کې ميليونو افغانانو ته د ټيکنالوژۍ په مرسته له نويو لارو د رسمي ښوونځي اسانتيا ورکوي چې په هر عمر، هر چېرې او په هر ډول زدکړه وکړي، د زدکړو رسمي سند ترلاسه او پرمختګ وکړي.

پوهېږم چې د لېوال ډيجيټل ښوونځي د نوښت په اړ نورو مالوماتو ته اړتيا لرئ، نو ځکه له ټولو هيله لرم چېlds.liwal.com ويبځاى ته ورشئ:

١- د ښوونځي بنسټليک lds.liwal.com/pharh دلته ولولئ، ستاسې درنو رسنيو څخه د خبري پوښښ او مرکې هيله لرم.
٢- پليکه ښوونځي لپاره د ويبځاى "د انټرنټ له لارې ښوونځى(پليکه) برخه کې ننداره وګورئ.
٣- د انډرويډ ګرځنده لپاره Liwal School اپ يا پوستغالى ګوګل سټور څخه ښکته کړئ او ننداره وګورئ.
٤- د لا نورو مالوماتو لپاره په ٨ ، ٩ و١٠ ډسمبر، پيسبک، زوم او سپيس کې پرلپسې له ٨-٩ دشپې په ژوندۍ بڼه چوپړ کې يم.
موږ پورتنۍ سپېڅلې موخې لپاره د ټولو همکاري او ملګرتيا له پاک خداى ج څخه غواړو، هغه دې زموږ مرسته وکړي، امين. د يو لوستي افغانستان په هيله.
په درنښت.

نور رحمان لېوال
بنسټګر او پنځګر،
لېوال ډيجيټل ښوونځى
lds.liwal.com liwal@liwal.com
0093766254925
#لېوال_ښوونځى #LiwalSchool
#نرلېوال #nrliwal
تړونى کاپي کاپي شو
د انټرنټ له لارې يا پليکه ښوونځي لپاره زدکوونکى ځيرک ټليپون، کمپيوټر يا ټابليټ چې انټرنټ سره تړلى وي، اړتيا لري. همدارنګه د درسي توکو چاپولو لپاره چاپيندى (پرينټر) هم غوره ده چې و لرئ، خو اړين نه دى. نور وښيه...
Download the Liwal School Mobile app
د لېوال ښوونځى ګرځند پوستغالى ښکته کړئ
تړونى کاپي کاپي شو
انډرويډ ګرځند پوستغالى د لېوال ښوونځي کې پليکه او بيليکې زدکړو لپاره کارولاى شئ.
  • لوستونه راښکته کولاى شئ
  • پرمختګ مو ساتلى شئ
  • لنډې ازموينې
  • غږ لارښوونې د لوستونو او ازموينو لپاره
  • ماشومانو جندره – مور او پلار کولاى شي چې ماشومانو جندره وکاروي او بيا موبايل ماشوم ته ورکړي چې يوازې ښوونځى ورته راځي
زرين ملاتړي
تړونى کاپي کاپي شو
لېوال لېميټډ
ښونېزې منځپانګې بسپنوال
تړونى کاپي کاپي شو
The Asia Foundation
زده کړه په هر کور، هر ځاى، هر وخت او هر عمر کې
زده کړه په هر کور، هر ځاى، هر وخت او هر عمر کې
تړونى کاپي کاپي شو
لېوال ډيجيټل ښوونځى د انټرنټ له لارې (پليکه) او پرته له انټرنټ (بېليکه) لارو د وړکتون نه تر دولسم ټولګي پورې خپلځاني زدکړو ډيجيټلي سيستم دى.

هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
© ١٩٩٩-٢٠٢٣ ټول واک او حقوق لېوال لمېټډ سره خوندي دي کاپي جوړول منع دي.