https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
تړونى کاپي کاپي شو
د انټرنټ له لارې يا پليکه ښوونځي لپاره زدکوونکى ځيرک ټليپون، کمپيوټر يا ټابليټ چې انټرنټ سره تړلى وي، اړتيا لري. همدارنګه د درسي توکو چاپولو لپاره چاپيندى (پرينټر) هم غوره ده چې و لرئ، خو اړين نه دى. پليکه ښوونځي داخله وړيا ده، د ټولګي، ښووندود يا نصاب او نورو مالوماتو لپاره اړوند برخه وګورئ.

د ځيرک ګرځند يا موبايل لپاره د لېوال ښوونځي پوستغالى (اپ) له ګډون څخه وروسته درکول کېږي يا کولاى شئ ګوګل سټور کې يې د لېوال ښوونځي په نوم ولټوئ. د خپلې خوشې ټولګي کې د نومليکنې لپاره اړوند ټولګى پيدا او هغه لاندې [نومليکنه ] تڼۍ کليک کړئ.

يادونه: که تاسې پښتو يا نورې ژبې يوازې د مورنۍ یا دويمې ژبې په توګه زدکول غواړئ، نو ټولګيو کې نومليکنه مه کوئ او پښتو ژبې نړیوال ډیپلوم (پژنډ) لاندې [نومليکنه] تڼۍ کليک کړئ.
پرته له انټرنټ ښونځى (بېليکې ښوونځي)
پرته له انټرنټ ښونځي لپاره تاسې ځيرک ټليپون، ټابليټ يا کمپيوټر ته اړتيا لرئ. ښوونيز منځپانګه او د لېوال ښوونځي پروګرام په ځانګړي ميموري کارډ کې زموږ له نېږدې استازي يا پګړوال څخه ترلاسه کوئ، موږ هڅه کوو چې د ټول هېواد په کچه پګړوال ولرو. دوى ستاسې سره وړيا مرسته کوي چې ښوونځي کې نومليکنه وکړئ اود ښوونځي ښوونيز پروګرامونه ستاسې په ګرځند يا کمپيوټر کې سمبال کړئ. هېله ده تاسې هم پګړوال شئ او نورو سره ورته مرسته وکړئ.

يادونه: پرته له انټرنټ يا بېليکې ښوونځى لوستلو لپاره د نومليکنه پروخت غوښتنليک کې وليکئ چې انټرنټ نه لرئ او غواړي ښوونځى ولولئ.
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0
لېږدول
ټولټال
0
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
© ١٩٩٩-٢٠٢٣ ټول واک او حقوق لېوال لمېټډ سره خوندي دي کاپي جوړول منع دي.