https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

افغانستان
ملګري شئ
تړونى کاپي کاپي شو
که غواړئ، پګړوال (رضاکار)، ښوونځي استازى، ملګري ښوونځي څښتن، ښوونيزو ويډيوګانو جوړونکى يا پليکه ښوونکى، مورپلار يا وکيل، مرستندويه يا تمويل کوونکى شئ، لاندې د پروپايل جوړکړه پورمې "زه يم" برخه کې ډول ټاکلو څخه وروسته يا اړوند برخې ته په ورتګ نومليکنه پيل کړئ.
که تاسې زدکوونکى ياست د زدکوونکو نومليکنه مينو څخه اړوند ټولګى پيدا او هغه لاندې د "نومليکنه" تڼۍ په وهلو سره نومليکنه پيل کړئ. که کارکوونکى ياست غواړى د لېوال ډيجيټل ښوونځي کې کار وکړئ نو چاروال.کوم کې خپله پېژندمخينه جوړه کړئ.
ښاغلى عبد قادر پاڅون
ښاغلى شاه محمد رئیس
لېوال ډيجيټل ښوونځي استازى لندن
ښاغلى علي رسولزداه
لېوال ډيجيټل ښوونځي استازى سويډن
انجنير عزت الله زاهد
لېوال ډيجيټل ښوونځى استازى ناروې
ډاکټر افتاب خان
لېوال ډيجيټل ښوونځي استازى لاهور
"سلامونه ګرانه مشره لېواله! همدا نن مې ستاسو برېښناليک ولوست. منم چې زما ناراستي ده. زه ډاکټر آفتاب يم چې د واټسپ او د ټويټر له لارې ستاسو سره پېژندنه لرم. ستاسو د لېوال د لرو زده کړو موسسه زما ډېره خوښه شوه او زما هيلې يې زياتې کړې. زه به کوښښ کوم چې ستاسو د هڅو ملګری شم. دلته زموږ په ښار کې د پورتني افغانستان په زرګونو ماشومان دي چې د کاغذ او کثافاتو ټولولو کارونه کوي. د هغوي د ژوند وضيعت ډېر د ځور وړ دی. زه به هڅه کوم که داسې څو تنه هلکان مې يو ځاي کړل او ستاسو د لرو زده کړو ښوونځيو سره مې په ليکه کړل. له دې سربېره زه پخپله د زده کړې ورکولو شوق لرم او باوري يم چې هغه ټول جواهر لرم چې د يوه غښتلي ښوونکي اثاثه وي. زه ګورم چې څنګه وکولای شم چې ستاسو سره د دې نوي سباوون کتونکی جوړ شم. ستاسو مينوال: ډاکټر آفتاب."
لومړي شل ښوونيزه منځپانګه جوړونکى (پليکه ښوونکى) شئ او ملت وروزئ
تړونى کاپي کاپي شو
لېوال ډيجيټل ښوونځى له وړکتون څخه تر دولسم ټولګي ډيجيټل زدکړې ورکوي، دغو زدکړو لپاره داسې ښوونکي پکار دى چې د کامرې مخې ته ښوونه کولاى شي. په ځانګړې ډول هغه نوښتګر همکاري ته رابولو چې د پوهنې وزارت کتابونو ښوونو لپاره يې ويډيويي، غږيز او نور ډيجټل ښوونيز توکي جوړ کړي يا جوړول غواړي چې خپلځاني زدکړو کې مرسته کوي. ستاسې ښوونيز توکي ښوونځي سره شريکول به په نړيواله کچه هغوى لپاره چې ښوونځي ته نشي تلاى، ښوونځى دوى ته وروړي.

ښوونځى ستاسې غوره ښوونيز توکي د ويبځاى او پوستغالي( اپليکيشن) په مرسته د انټرنټ، څيرک ټيليپون او کمپيوټر له لارې د خپلځاني زدکړو لپاره ستاسې په خوښه او ستاسې په تړو يا شرتونو خپروي. خپرولو سره به ستاسې پېژندنه او هم به هرځاى کې هېوادوالو لپاره په بيړه ښوونځي زدکړې اسانه شي. همدارنګه که ښوونځي پانګه پيدا کړي تاسې ته د کليک پرسر اجوره هم درکوي.

ښوونځى د پوهنې وزارت او لېوال ښووندود يا نصاب کاروي. د لوستيا يا سواد دغه ملي، علمي او عملي چوپړ لپاره موږ ستاسې په ډول بشردوسته ښوونکو هر ډول همغږۍ، همکارۍ، ملګرتيا او ملاتړ ته اړتيا لرو. زموږ سره ملګري کېدو لپاره لاندې پروپايل جوړ کړئ تڼۍ ته ټک ورکړئ او ملت روزلو سره د لومړيو شلو ښوونکو تاريخي وياړ ترلاسه کړئ.
پروپايل جوړکړئ
ملګري ښوونځي شئ
ملګري ښوونځي کېدو لپاره د ښوونځي څښتن خپل او د خپل ښوونځى حساب جوړوي. هر ښوونځى کولاى شي د لېوال ډيجيټل ښوونځي ملګرى ښوونځى شي. په ملګرتيا يو يا څو کسان يې د لېوال ډيجيټل ښوونځي لخوا لاندې چارو لپاره روزل کېږي:

١- سسيتم کې د ملګرى ښوونځى لاندې د خپلو زدکوونکو نومليکنه کول. ٢- د اړوند ټولګي پليکه يا بېليکې ښوونيزه منځپانګه د زدکونکو وسيلو لکه کمپيوټر، ځيرک ټيلپون او نورو کې سمبالول. ٣- د خپل زدکونکي سيستم کې وڅارل، لارښوونه، مرسته او ازموينې يې ترسره او بل ټولګي کې يې نومليکنه کول.
د يو کال دوران کې ملګرى ښوونځى بايد خپل ښوونکي وهڅوي چې لږترلږه د يو مضمون لوستونو لپاره ښوونيزې ويډيوګانې جوړې کړي. ملګري ښوونځى کولاى شې:
ا- هغه زدکوونکي چې پيس نشي ورکولاى، له خپل ښوونځي څخه يې لېوال ډيجيټل ښوونځې ته واړوئ .
ب- هغه زدکوونکې چې د بنديز له امله ښوونځي ته نشي ورتلاى هغوى لېوال ډيجيټل سيسټم کې له خپلې خوا راجسټر کړي او مرسته ورسره وکړي.

د لېوال ډيجيټل ښوونځي اسانتياوې د ملګري ښوونځي لپاره وړيا دي، که ملګرى ښوونځى له خپلو زدکوونکو پيس اخلي موږ ستونزه نه لرو. ملګرى ښوونځى کولاى شئ د پيس يوه برخه لېوال ډيجيټل ښوونځي ته د چارو د پرمختګ لپار ډالۍ کړي. ملګرى ښوونځى کولاى شي ځانګړو تړو لاندې د خپل ښوونځي پليکه مالي او اداري مديريت لپار د لېوال ډيجيټل ښوونځي سيستم ، زمو ويبځاى کې له تړوني لاندې يا بشپړ خپل ډومين لاندې وکاروي.

زما ټوکرۍ

Delivery  Pickup  
تشرېح
مبلغ

توکي نشته
ورستاړ تولټال
0.00
لېږدول
سپارنې پته اړين دى
تاديې لار
عزيزي بانک  نغدې  
© ١٩٩٩-٢٠٢٦ ټول واک او حقوق لېوال لمېټډ سره خوندي دي کاپي جوړول منع دي.
ګرځنده يا موبايل
ګرځنده يا موبايل
واټساپ
برېښناليک
يوټوب
ټويټر
پليکه
0