https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال ډيجيټل ښوونځى پرته له پيس وړيا زدکړې ورکوي، د ښوونځي چارو، ښوونيزې منځپانګې پنځونې او درسي توکو لپاره موږ ستاسې، ملاتړ، ملتيا او مرستو ته اړتيا لرو. همدارنګه ځينې هغه زدکوونکي چې انټرنټ نه لري موږ ميموري کارډ کې د اړوند ټولګي ښوونيزه منځپانګه ورکوو يا يې د هغو ځيرک ټيليپون او کمپيوټر ته کاپي کوو. ځينې زدکوونکي ډېر بېوزله دي د ميموري کارډ ترلاسه کولو او ځيرک ګرځند ټليفون اخيستلو پيسې هم نه لري، بېوزله کسانو ته پرته له انټرنټ څخه ښوونيزه منځپانګه رسولو لپاره موږ ستاسې نغدي مرستې، زاړه ګرځندځيرک، زاړه کمپيوټر يا زاړه ميموري کارډ، يا بهرني هارډسک ډالۍ کولو هرکلى کوو.

تر اوسه د ښاغلي نور رحمان لېوال، کورنۍ، کمپنيو او لېوال بنسټ په تخنيکي او مالي لګښت د ښوونځي لاندې چارې ترسره شوي او زرګونه زدکوونکي وريا زدکړو څخه برخمن کيږي:

١- ښوونځي ويبځاى، جوړول، ساتل او تازه کول
٢- زدکوونکو او ښوونکو پليکه نومليکنې سيسټم
٣- زدکړو مديريت سيسټم د ټولګيو، سکالو يا مضامينو، لوستونو او کورنيو دندو اسانتياوې په پښتو، دري او انګريزي ژبو کې پليکه له ويبځاى او پرته له انټرنټ څخه د انډرويډ ځيرک ټيليپون، وينډوز او لينيکس چليدونکو وسيلو لپاره برابروي.
٤- ډيجيټل ښوونيزه منځپانګه، لومړى څخه تر دولسم ټولګى د لېوال او پوهني وزارت ښووندود ټول کتابونه اچول شوي، ٢٥٪ لوستونه ويډيوي ملاټر لري، اونورې ويديوګانې تر کار لاندې دي.

لاندې چارو لپاره پور، ملاتړ، ملتيا او مرسته ته اړتيا ده

١- ډيرى زدکوونکي په ځانګړي ډول ښځينه لوړو ټولګيو کې نومليکنه کوي چې اسناد يې کره کول غواړي. ښوونځي ددوى د اسنادو کره کولو لپاره اوس يوازي کابل کې ډېر لږ امکانات لري چې ډېرول غواړي. لومړى پړاو کې لږترلږه سترو ښارونو لکه ننګرهار، کندهار، خوست، هرات، مزار او غور او دويم پړاو کې د هر ولايت مرکز کې د نومليکني او اسنادو ارزوني او ښوونيزې منځپانګې لپاره کسان ګمارل پکار دي.
٢- د ځانګړې ازموينې څاروتوب سپاچې جوړولو لپاره، د پوښتنو او ځوابونو بانک، هر لوست لپاره لنډ ازمېښت او ټولګى ازموينې اسانتياوې جوړول پکار دي.
٣- ځانګړې ازموينې مرکزونه چې اړتياوړ انټرنټ ولري اوس کابل کې لرو، لومړى ګام کې په سترو ښارونو لکه ننګرهار، کندهار، خوست، هرات، مزار او غور او دويم ګام کې د هر ولايت مرکز کې پکار دي.

ددغو چارو لپاره د اټکل له مخي شاوخوا ٢٠ ميليونه افغانيو ته اړتيا ده. موږ د هرچا مالي او ځاني مرستي ته اړتيا لرو، همدارنګه موږ حسنه پور پرته له ګټي چې لږترلږه لس کاله وروسته ادا کول غواړي هم هرکلى کوو.که لېوال ډيجيټل ښوونځي ژرترژره پورتنى پانګه ترلاسه کړي نو په يو کال کې لږترلږه له يو ميليون څخه لاډېرو زدکوونکو ته په هېواد او نړۍ کې وړيا زدکړي په کور برابروي.

په دويم کال به لېوال ډيجيټل ښوونځى د نومليکني او ازموينو له لاري شاوخوا يوميليارد راتګ ولري چې له هغو څخه به پور ادا کړي.

ښوونځى ژمنه کوي چې د تل لپاره پرته له پيس وړيا زدکړې ورکوي.خو د پايښت، او د ښوونځى نومليکنه، ازموينو او بريليکونو له چارو له ناوړه کارولو د مخنيوي لپاره به ډېر لږ لګښتونه اخيستل کېږي. د ملاتړ، ملتيا او مرستې لپاره اريکه وکړئ.
لېوال ډيجيټل ښوونځى
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
بوديجه
تشرېح
برخه ډول
مبلغ
برخو شمېر
ټولټال
د نومليکنې مرستيال
مياشتنى
35000
70
2450000 AFN
څاروتوبګر مرستيال
مياشتنى
35000
4
140000 AFN
ازموينې مرکزونه
مياشتنى
65000
34
2210000 AFN
ټولټال
4800000 AFN
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

لېوال دليرې ښوونځى، ليک کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 20.00 USD
شمار:
20
لېوال دليرې ښوونځى، د ليکلار کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 20.00 USD
شمار:
0

ورستاړ تولټال
20
لېږدول
ټولټال USD
20
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
© ١٩٩٩-٢٠٢٣ ټول واک او حقوق لېوال لمېټډ سره خوندي دي کاپي جوړول منع دي.
0