https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
رسنيو کې
١٨/٩/١٤٠١ لېوال ډيجيټل ښوونځي بنسټکر ښاغلي نور رحمان لېوال د بي بي سي ښاغلي ابرهيم اميري سره مرکه

١٩/٩/١٤٠١ لېوال ډيجيټل ښوونځي بنسټکر ښاغلي نور رحمان لېوال د سباوون راډيو ښاغلي احمد شا پاڅون مرکه
ليندۍ ١٦، ١٤٠١ ډسمبر ٧، ٢٠٢٢، رسنيز خبرليک:  هېواد او نړۍ کې ميلونونو افغانانو ته له وړکتون تر دولسم ټولګي وړيا لېوال ډيجيټل ښوونځى پرانيستل
ليندۍ ١٦، ١٤٠١ ډسمبر ٧، ٢٠٢٢، رسنيز خبرليک: هېواد او نړۍ کې ميليونونو افغانانو ته له وړکتون تر دولسم ټولګي وړيا لېوال ډيجيټل ښوونځى پرانيستل شو
د ١٤٠١ کال اټکلونه ښيي چې افغانستان کې د لوستيا کچه ٣٧٪ ده. د ٤٢ ميليونه افغانانو څخه ٢٦ ميليونه يې ليک لوست نشي کولاى، نوي سياسي بدلون سره نژدې د دوه ميليونو نجونو منځنيو ښوونځيو ته پر تګ بنديز دى. شاوخوا درې ميليونه کورنۍ هېواد کې دننه کډوال او يو ميليون نورې هېواد پرېښودو ته اړ او د هغه ميليونو افغان کډوالو برخه شول چې له پخوا لا په نړۍ خواره واره پراته دي. ددغوکډوال ځينې لږ يا هېڅ ښوونځي ته ترلاسى نه لري.
لېوال ډيجيټل ښوونځى دغو لسګونه ميليونو افغانانو ته د ښوونځي خپلځاني زدکړو ډيجيټلي سيستم او د دوى د زدکړو هڅو ته رسمي اسناد برابروي. د يو سروې لمخې يوازې خيبر پښتونخوا کې۴.۷ ميليونه کسان چې عمرونه يې د ٥ او١٦ کلونو ترمنځ دي ښوونځي ته نه ځي.۲،۹ ميليونه يې نجونې دي او يو ميليون يوازې په قبايلي سيمو کې ژوند کوي چې ډېرى يې افغان کډوال کېداى شي.
په لنډيز ډول د افغانانو تر٧٠٪ د ښوونځي، ښوونکي او کتاب نشتون يا هم بېوزلۍ، ټولنيزو، سياسي بنديزونو او نورو ناخوالو له امله ښوونځي ته نشي تلاى، لېوال ډيجټل ښوونځى دغه ټول خنډونه لمنځه وړي. پورتنيو ستونزو سربېره رسمي زدکړې يوازې د مدرسې او ښوونځي تګ پورې تړلو او بديلو لارو لکه دليرې ښوونځى، کور ښوونځى، پرانيستى ښوونځى، مجازي ښوونځى او په لسګونو نورو لارو څخه ګټه نه اخستلو لوستي کېدل لا ناشوني کړي. لېوال ډيجيټل ښوونځى هېواد او نړۍ کې ميليونو افغانانو ته د ټيکنالوژۍ په مرسته له نويو لارو د رسمي ښوونځي اسانتيا ورکوي چې په هر عمر، هر چېرې او په هر ډول زدکړه وکړي، د زدکړو رسمي سند ترلاسه او پرمختګ وکړي.

پوهېږم چې د لېوال ډيجيټل ښوونځي د نوښت په اړ نورو مالوماتو ته اړتيا لرئ، نو ځکه له ټولو هيله لرم چېlds.liwal.com ويبځاى ته ورشئ:

١- د ښوونځي بنسټليک lds.liwal.com/pharh دلته ولولئ، ستاسې درنو رسنيو څخه د خبري پوښښ او مرکې هيله لرم.
٢- پليکه ښوونځي لپاره د ويبځاى "د انټرنټ له لارې ښوونځى(پليکه) برخه کې ننداره وګورئ.
٣- د انډرويډ ګرځنده لپاره Liwal School اپ يا پوستغالى ګوګل سټور څخه ښکته کړئ او ننداره وګورئ.
٤- د لا نورو مالوماتو لپاره په ٨ ، ٩ و١٠ ډسمبر، پيسبک، زوم او سپيس کې پرلپسې له ٨-٩ دشپې په ژوندۍ بڼه چوپړ کې يم.
موږ پورتنۍ سپېڅلې موخې لپاره د ټولو همکاري او ملګرتيا له پاک خداى ج څخه غواړو، هغه دې زموږ مرسته وکړي، امين. د يو لوستي افغانستان په هيله.
په درنښت.

نور رحمان لېوال
بنسټګر او پنځګر،
لېوال ډيجيټل ښوونځى
lds.liwal.com liwal@liwal.com
0093766254925
#لېوال_ښوونځى #LiwalSchool
#نرلېوال #nrliwal
هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

لېوال دليرې ښوونځى، ليک کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 20.00 USD
شمار:
20
لېوال دليرې ښوونځى، د ليکلار کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 20.00 USD
شمار:
0

ورستاړ تولټال
20
لېږدول
ټولټال USD
20
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
© ١٩٩٩-٢٠٢٣ ټول واک او حقوق لېوال لمېټډ سره خوندي دي کاپي جوړول منع دي.
0