https://www.mahasib.com
اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
تاريخچه، جايزې، اغېز او ستاېنې
د اړونده ويډيوګانو او عکسونو ليدو لپاره ، غوره شوي کال برخې ته ټک ورکړئ.

لېوال ښوونځي وختکرښه

تاريخچه، جايزې، اغېز او ستاېنې
د اړونده ويډيوګانو او عکسونو ليدو لپاره ، غوره شوي کال برخې ته ټک ورکړئ.

  • ١٣٧٨ لېوال د افغان ماشومانو لپاره لومړني رنګين درسي توکي چاپ کړل

    Liwal_Zama_likar_Pashto_Inner_Page_زما_ليکلار_پښتو_کتاب_منځ_پاڼه.jpg

    موږ د ماشومانو لپاره يوازې د ليک لوست زدکړې په موخه رنګين درسي توکي پښتو الفبې چارټ، شمېر او الفبې کاغذدړې، زما پښتو ليکلار کتاب چاپ کړل پرته له نورو لانجمنو تړاونو.

    ١٣٧٩ز کې د لېوال نساب (نصاب) او نورو پرتله په انځوور کې وګورئ.
    همدارنګه، د زده کړو د عاملو او ښودلو لپاره مو ټيکنالوژۍ له کمپيوټر، رډايو او تلويزيون کارولو هڅه پيل کړه.

  • ٢٠٠٩ز - ١٣٨٨ل ګډو همکاريو هڅې

    ٢٠٠٩ز  - ١٣٨٨ل ګډو همکاريو هڅې

    د پوهنې وزارت سره د ګډې همکارۍ نا کامه هڅه د زدکړو په برخه کې د پوهنې وزارت سره همکارۍ د کارټون پوهانو له انده!

  • ٢٠٠٩ز کال کې لېوال ډيجيټل ښوونځي لومړنى ويبځاى جوړ شو

    لېوال دليرې ښوونځي لومړى ويبځاى showanzai.com په 2009-02-24 راجسټر شوى چې تر هغه وروسته liwal.com/lds او بيا په ١٦ ليندۍ ١٤٠١ لېوال ډيجيټل ښوونځي ته په نوم بدلولو يې اوسني lds.liwal.com ته ځکه بدل شو.

  • په ٢٠١٠ز - ١٣٨٩ل پښتو راډيو ټلويزيون شبکې تاسيس او پيل کول

    د راډيوګانو او ټلويزيونو سره د همکارۍ نا کامه هڅو وروسته په ٢٠١٠ز - ١٣٨٩ د لېوال دلېرې ښوونځي لپاره د پښتو ټلويزيون چينل ښاغلي نوررحمان لېوال لخوا پيلول .

  • ٢٠١١ز - ١٣٩٠ل الکټرونيکي _ ښوونې او زدکړو غوره جايزه

    له پښتو تلويزيون څخه خپرويدونکي، لېوال دليرې ښوونځي، جنوبي اسيا پکچه ، الکټرونيکي _ ښوونې او زدکړو کې د منتن غوره جايزه هندوستان کې وګټله .

  • لېوال ښوونځي ښوونيز پوستغالي يا اپ

    لېوال ښوونځي ښوونيز پوستغالي يا اپلېوال ښوونځي ښوونيز پوستغالي يا اپ ٣٫٢

    لېوال ښوونځي پوستغالى ٣٫٢ بياسمون (انډريوډ)
    پر ٥ مى ٢٠٢٣ لېوال ښوونځي پوستغالى ٣٫٢ بياسمون (انډريوډ) لپاره د انجينر ادم خان Adam Khan Liwal لېوال لخو له لاندې ځانګړنو سره جوړ او خپور شو:

    - ماشومانو جندره چې د ګرځند وسيلې لکه ټليپون نورو برخو ته ترلاسى بندوي او يوازې ښوونځى زدکوونکي ته راولي.
    - لومړنيو ټولکيو لپاره لوستونو او ازموينو لپاره غږيزې لارښوونو اسانتيا ورکوي چې نالوستو او ماشومانو سره مرسته کوي.
    - هر لوست څخه وروسته لنډه ازموينه راولي که زدکوونکى لنډه ازموينه کې بريالى نشي لوست لسره بايد ولولي.
    - ښوونيزې منځپانګې ويډيوګانې، کتابونه او نور توکي راښکته يا ډاونلوډ کوي چې پرته له انټرنټ څخه يې بيابيا کتلاى شئ.

    #لېوال_ښوونځى د نړۍ هر ګوټ کې له وړکتون تر ١٢ ټولګي د افغانستان په ښووندود يا نصاب وړيا زدکړې برابروي، نورو مالوماتو لپاره وګورئ.
    https://lds.liwal.com/?gnh=1593&zbh=ps&twky_gnh=18151
    د پوستغالي ښکته کولو لپاره وګورئ
    https://play.google.com/store/apps/details?id=com.liwal.lds
    نومليکنې لپاره وګورئ.
    https://lds.liwal.com/nwmliknh

    ٦ ډسمبر ٢٠٢٢ کې د لېوال ښوونځي اپ وړکتون څخه تر ١٢ ټولګي د لېوال خپلځاني زدکړې برېښوندود او د پوهنې وزارت ښووندود لپاره جوړ او پليکه خپور شو.
    ٢٠١٦ لېوال دليرې ښوونځي، د لېوال خپلځاني زدکړې برېښښوندود پوستغالى وړکتون څخه تر ٣ ټولګي، منځپانګې او د زدکړيال راجسټرول جوړ او ډېرو ښوونځيو کې کارېدلى.

    ٢٠١٥ لېوال دليرې ښوونځي، لېوال خپلځاني زدکړې برېښښوندود پوستغالى وړکتون څخه تر ٣ ټولګي جوړ شو چې په بيلکې ډول ويشل کېده.
    ٢٠١٢ کې پښتو ليک زدکړئ، لومړى پوستاغلى يا اپ ، د لومړي ټولګي لپاره د خوشال خان لېوال لخوا جوړ شو چې پښتو ژبه او بنسټيز شمېر يې ښود خپور شو.

  • ٢٠١٢ز - ١٣٩١ل ګلف نيوز ورځپاڼه

    ٢٠١٢ز  - ١٣٩١ل ګلف نيوز ورځپاڼه

    ګلف نيوز ورځپاڼې له پښتو ټيوي ښوونځى خپرېدل د زدکړو په برخه کې انقلابي نوښت و باله.


    "د راتلونکۍ ټولګى خونه کې لوستونو ويلو په برخه کې کېدای شي يو مهم عنصر ښوونکی نه وي خو زده کوونکي به کولاي شي چې د خپلو کتابونو لوستونوسبقونه وايې. يو شرکت د ښوونې او روزنې بڼې هغه انقلاب چارې ترسره کوي چې ښوونځي، ټولګيو او ښوونکو څخه پرته ټولو ته زده کړې کول ممکن کوي، په افغانستان کې پښتو تلويزيون ښوونې او روزنې لوستونه مسقيم ستاسې د تلويزيون په پرده (سکرين) نشر کوي."

  • ٢٠١٢ز - ١٣٩١ل ځانګړې خپرونې جايزه، ايټاليا

    د پښتو ټلویزیون او لېوال دليرې ښوونځي ته د ۲۰۱۲ کال د یوټلسات ځانګړې جایزه ورکړل شوه. د جایزې مراسم د ۲۰۱۲ کال د ایټالیا د وینس ښار کې وو، دا جایزه ښاغلی نور رحمان، د ښوونځي بنسټګر او او پښتو ټلوېزیون مشر تر لاسه کړه.

  • ١٣٩٤ل لېوال خپلځاني زدکړو برېښښووند خصوصي ښوونځيو لخوا خپلول

    د لېوال خپلځاني زدکړو برېښښووند، له وړکتون تر دريم ټولګي، کتابي، ويډيويي، غږيز ډول د انټرنټ، ځيرک ټليپون، کمپيوټر، تلويزيون او راډيو لپاره بشپر شوى چې هېواد کې په لسګونو خصوصي ښوونځيو خپل کړل.

  • ٢٠١٦ز - ١٣٩٥ل د لېوال نصاب د پوهنې وزارت په ښوونځيو کارېدل

    د پوهنې وزارت (٤ ښوونځيو کې ٦٠٠٠زد‌کوونکي) د ليک لوست مرستندويه توکو په ډول کارول شهيد سردار محمد داود خان لېسه، ١- ٣ ټولګي مير غلام محمد غبار لېسه، ١-٣ ټولګي ابو القاسم فردوسي لېسه، ١-٣ ټولګي ناهيد شهيد لېسه ، ١-٣ ټولګي

  • ٢٠١٧ز - ١٣٩٦ل د لېوال نصاب د پوهنې وزارت په ښوونځيو د کارېدلو پراختيا

    په دوو ولايتونو کندهار او ننګرهار کې د اټکل له مخې ٨٠٠٠ زده کوونکو ( ٥،٠٠٠ په ننګرهار او ٣،٠٠٠ په کندهار کې) په ٨ ټاکلو ښوونځيو کې (په هر ولايت کې ٤) د ليک لوست مرستندويه توکو په ډول کارول ١٧٣ ښوونکو او د ښوونځيو اداره کوونکو ته له دې نوښت څخه د ګټې اخيستو په اړه روزنيزې ورکړل شوې. له دې علاوه، په کورونو کې د لوستلو دمشويقۍ لپاره والدينو ته ٢،٧٠٠ پوستغالي وويشل شول. ددې پروژې ګډونوال اکثريت د نوښتزيزو ښوونيزو توکو په اړه خبر او پوه وه (١٠٠٪ د پوهنې وزارت ولايتي مامورين، ٨٦٪ د ښوونکو او ٨٧٪ د والدينو)
    د هغو ښوونځنيو نوملړ په کومو کې چې د لېوال د لېرې ښوونځي نصاب او ټکنالوژۍ عملي شوه.
    ننګرهار:
    ١.بې بې حوا لېسه ، ١- ٣ ټولګي
    ٢.عايشه لېسه، ١- ٣ ټولګي
    ٣. ننګرهار عالي لېسه ، ١- ٣ ټولګي
    ٤.بي بي زينب عالي لېسه، ١- ٣ ټولګي
    کندهار:
    ١.سفيه عمه جانه عالي لېسه، ١- ٣ ټولګي
    ٢.احمد شاه بابا عالي لېسه، ١- ٣ ټولګي
    ٣.ملالۍ عالي لېسه، ١- ٣ ټولګي
    ٤.عينو#1 عالي لېسه، ١- ٣ ټولګي

  • ٢٣ اکټوبر ٢٠٢٢، وړکتون څخه تر١٢ ټولګي، وړيا ښوونځي لپاره د همغږۍ غږ

    وړکتون څخه تر١٢ ټولګي، وړيا ښوونځي لپاره د همغږۍ غږ

    د خوشالۍ زېرى درکوو چې موږ ډېر ژر لېوال دليرې ښوونځى له وړکتون څخه تر١٢ ټولګي د انټرنټ له لارې پليکه اوهم پرته له انټرنټ څخه په پرانيستي ډول پيل کوو چې هرچاته په هرځاى کې خو په ځانګړي ډول شپږم ټولګي څخه پورته نجونو لپاره په کوردننه وړيا ښوونځى برابروي.


    ښوونځى د پوهنې وزارت او لېوال ښووندود يا نصاب کاروي. د لوستيا يا سواد دغه ملي او علمي چوپړ لپاره موږ ستاسې هرډول همغږۍ، همکارۍ، ملګرتيا او ملاتړ ته اړتيا لرو. په ځانګړې ډول هغه نوښتګر ملګرتيا ته رابولو چې د پوهنې وزارت کتابونو ښودولو لپاره يې ويډيويي، غږيز او نور ډيجټل ښوونيز توکي جوړ کړي يا جوړول غواړي چې خپلځاني زدکړو کې مرسته کوي. ستاسې ښوونيز توکي ښوونځي سره شريکول به په نړيواله کچه هغوى لپاره چې ښوونځي ته نشي تلاى، ښوونځى دوى ته وروړي.
    ښوونځى ستاسې غوره ښوونيز توکي د ويبځاى (ويبسايټ) او پوستغالي( اپليکيشن) په مرسته د انټرنټ، څيرک ټيليپون او کمپيوټر له لارې د خپلځاني زدکړو لپاره ستاسې په خوښه خپروي. دغه خپرولو سره به ستاسې ستاينه او ملاتړ وشي او هم به هرځاى کې هېوادوالو لپاره په بيړه ښوونځي زدکړې اسانه شي.

    له تېرو دوه لسيزو څخه موږ دليرې څخه او پرانيستو زدکړو دودولو او قانوني کولو لپاره هلځلې کوو. دليرې څخه زدکړې د لوستي افغانستان لپاره حل ګڼو، هيله ده، خپلو نوښتيزو توکو، غوره اندونو، وړانديزونو، کړنلارو شريکولو او دغه تاريخي اشر کې مرسته او همکاري لپاره راسره ملګري شئ، د يو لوستي افغانستان لپاره ستاسې د ملګرتيا په هيله.

    نور رحمان لېوال
    #نرلېوال
    #لېوال_ښوونځى
    #LiwalSchool
    #LetGirlsLearn

  • ليندۍ ١٦، ١٤٠١ ډسمبر ٧، ٢٠٢٢، رسنيز خبرليک: هېواد او نړۍ کې ميليونونو افغانانو ته له وړکتون تر دولسم ټولګي وړيا لېوال ډيجيټل ښوونځى پرانيستل شو

    ليندۍ ١٦، ١٤٠١ ډسمبر ٧، ٢٠٢٢، رسنيز خبرليک:  هېواد او نړۍ کې ميلونونو افغانانو ته له وړکتون تر دولسم ټولګي وړيا لېوال ډيجيټل ښوونځى پرانيستل

    د ١٤٠١ کال اټکلونه ښيي چې افغانستان کې د لوستيا کچه ٣٧٪ ده. د ٤٢ ميليونه افغانانو څخه ٢٦ ميليونه يې ليک لوست نشي کولاى، نوي سياسي بدلون سره نژدې د دوه ميليونو نجونو منځنيو ښوونځيو ته پر تګ بنديز دى. شاوخوا درې ميليونه کورنۍ هېواد کې دننه کډوال او يو ميليون نورې هېواد پرېښودو ته اړ او د هغه ميليونو افغان کډوالو برخه شول چې له پخوا لا په نړۍ خواره واره پراته دي. ددغوکډوال ځينې لږ يا هېڅ ښوونځي ته ترلاسى نه لري.
    لېوال ډيجيټل ښوونځى دغو لسګونه ميليونو افغانانو ته د ښوونځي خپلځاني زدکړو ډيجيټلي سيستم او د دوى د زدکړو هڅو ته رسمي اسناد برابروي. د يو سروې لمخې يوازې خيبر پښتونخوا کې۴.۷ ميليونه کسان چې عمرونه يې د ٥ او١٦ کلونو ترمنځ دي ښوونځي ته نه ځي.۲،۹ ميليونه يې نجونې دي او يو ميليون يوازې په قبايلي سيمو کې ژوند کوي چې ډېرى يې افغان کډوال کېداى شي.
    په لنډيز ډول د افغانانو تر٧٠٪ د ښوونځي، ښوونکي او کتاب نشتون يا هم بېوزلۍ، ټولنيزو، سياسي بنديزونو او نورو ناخوالو له امله ښوونځي ته نشي تلاى، لېوال ډيجټل ښوونځى دغه ټول خنډونه لمنځه وړي. پورتنيو ستونزو سربېره رسمي زدکړې يوازې د مدرسې او ښوونځي تګ پورې تړلو او بديلو لارو لکه دليرې ښوونځى، کور ښوونځى، پرانيستى ښوونځى، مجازي ښوونځى او په لسګونو نورو لارو څخه ګټه نه اخستلو لوستي کېدل لا ناشوني کړي. لېوال ډيجيټل ښوونځى هېواد او نړۍ کې ميليونو افغانانو ته د ټيکنالوژۍ په مرسته له نويو لارو د رسمي ښوونځي اسانتيا ورکوي چې په هر عمر، هر چېرې او په هر ډول زدکړه وکړي، د زدکړو رسمي سند ترلاسه او پرمختګ وکړي.

    پوهېږم چې د لېوال ډيجيټل ښوونځي د نوښت په اړ نورو مالوماتو ته اړتيا لرئ، نو ځکه له ټولو هيله لرم چېlds.liwal.com ويبځاى ته ورشئ:

    ١- د ښوونځي بنسټليک lds.liwal.com/pharh دلته ولولئ، ستاسې درنو رسنيو څخه د خبري پوښښ او مرکې هيله لرم.
    ٢- پليکه ښوونځي لپاره د ويبځاى "د انټرنټ له لارې ښوونځى(پليکه) برخه کې ننداره وګورئ.
    ٣- د انډرويډ ګرځنده لپاره Liwal School اپ يا پوستغالى ګوګل سټور څخه ښکته کړئ او ننداره وګورئ.
    ٤- د لا نورو مالوماتو لپاره په ٨ ، ٩ و١٠ ډسمبر، پيسبک، زوم او سپيس کې پرلپسې له ٨-٩ دشپې په ژوندۍ بڼه چوپړ کې يم.
    موږ پورتنۍ سپېڅلې موخې لپاره د ټولو همکاري او ملګرتيا له پاک خداى ج څخه غواړو، هغه دې زموږ مرسته وکړي، امين. د يو لوستي افغانستان په هيله.
    په درنښت.

    نور رحمان لېوال
    بنسټګر او پنځګر،
    لېوال ډيجيټل ښوونځى
    lds.liwal.com liwal@liwal.com
    0093766254925
    #لېوال_ښوونځى #LiwalSchool
    #نرلېوال #nrliwal

  • ١٤٠١ او د لېوال ښوونځي اغيز

    لېوال ډيجيټل ښوونځي د افغاني ټولې په غټو، وړ,، نارينه او ښځينه وګړو په ژوند اغيز لري، په ويډيو کې د زدکوونکو، ښوونکو، ښوونځيو او کورنيو اندونه واورئ. ١٣٩٣- ١٤٠١پورې له پښتو تلويزون، انټرنټ او ښوونځيو کې په ميليونونو کورنۍ له غير رسمي زدکړو هېواد او نړۍ کې برخمنې شوي.

    دوبۍ څخه يو مشر وايي
    لېوال صاحب موږ ته فضا کې مکتب جوړ کړئ چې له برکته يې اوس زما زړې مور زما شمېره ياده کړې او ماته ټليپون کوي. کابل، ننګرهار او نورو ښارو کې د خليل الله ښوونځي څښتن او مديران وايي، لېوال سيسټم ډير ګټور دي او ټولو ته يې د خپلولو سپارښتنه کوي، نور ددوي څخه ويډيو کې واورئ

هرکله
سوداکول
تشرېح
ټولټال

لېوال دليرې ښوونځى، ليک کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 20.00 USD
شمار:
20
لېوال دليرې ښوونځى، د ليکلار کتاب اى ٤ پښتو
بيه: 20.00 USD
شمار:
0

ورستاړ تولټال
20
لېږدول
ټولټال USD
20
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
© ١٩٩٩-٢٠٢٣ ټول واک او حقوق لېوال لمېټډ سره خوندي دي کاپي جوړول منع دي.
0