اوس له کور څخه نومليکنې ازموينه ورکولاى شئ
هغه زدکوونکي چې لوړو ټولګيو کې د ګډون لپاره بايد نومليکنې ازموينې ورکړي، ازموينې لپاره کولاى شي د ښوونځي ازموينې مرکز کابل ته راشي او يا هم له خپل کور يا بل ځاى څخه د انټرنټي څاروتوب له لارې د نومليکنې ازموينه ورکړي. څاروتوب ازموينې لپاره بايد داسې کمپيوټر ولرئ چې انټرنټ سره تړلى او هم کامره او مايک ولري.
د ازموينې وخت اخيستلو لپاره اړوند ټولګي ته نومليکنه وکړئ، که اړينه وي د ښوونځي اداره تاسې ته د ازموينې وخت او مالومات درلېږي.