https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
داستان های موفقيت

در مورداستعمال خانگی و مزایای نصاب خودآموزالکترونيکى لېوال از آقای وحیدالله نظری در هلمند بشنوید.
در مورداستعمال مکتب هاى خصوصي و مزایای نصاب خودآموزالکترونيکى لېوال از آقای ابراهيم خليل الله، مالک مکتب خليل الله، د کابل،ننګرهار و ولايت هاى ديګر بشنويد که همه را تشوق استعمال ان در مکابت ميکند
دولتي ښونځيو او کورونو کې د لېوال د لېرې ښوونځي ټکنالوژي په کندهار او ننګرهار کې په بريا سره عملي شوې.
له کله چې د لېوال د لېرې ښوونځى د زده کړو کولو ټکنالوژۍ لړۍ عملي شوې دى د والدينو لخوا د دوى د ماشومانو د ښوونې او روزنې په چارو کې د دوى ګډون په مثبته بڼه زيات شوى دى.
د والدينو او ښوونکو د اټکلونو په بنسټ په ټولګيو کې د زده کوونکى د غيرحاضري کچه زيات نه زياته ٩٠٪ ته راټېټه شوۍ دى. د ښوونځيو د سر ښوونکي سره شويو مرکو کې دوى په دې اند دي چې دا پروژه کولاى شي چې د نورو ټولګيو زده کوونکو ته هم ډېري ګټورې وي.
پروژه په دوو ولايتونو کندهار او ننګرهار کې عملي شوه چې د اټکل له مخې ٨٠٠٠ زده کوونکو ورڅخه ګټه پوره کړه( ٥،٠٠٠ په ننګرهار او ٣،٠٠٠ په کندهار کې) په ٨ ټاکلو ښوونځيو کې (په هر ولايت کې ٤). ١٧٣ ښوونکو او د ښوونځيو اداره کوونکو ته له دې نوښت څخه د ګټې اخيستو په اړه روزنيزې ورکړل شوې. له دې علاوه، په کورونو کې د لوستلو دمشويقۍ لپاره والدينو ته ٢،٧٠٠ پوستغالي وويشل شول. ددې پروژې ګډونوال اکثريت د نوښتزيزو ښوونيزو توکو په اړه خبر او پوه وه (١٠٠٪ د پوهنې وزارت ولايتي مامورين، ٨٦٪ د ښوونکو او ٨٧٪ د والدينو)
د هغو ښوونځنيو نوملړ په کومو کې چې د لېوال د لېرې ښوونځي نصاب او ټکنالوژۍ عملي شوه. ننګرهار: ١.بې بې حوا لېسه ٢.عايشه لېسه ٣. ننګرهار عالي لېسه
٤.بي بي زينب عالي لېسه
کندهار: ١.سفيه عمه جانه عالي لېسه ٢.احمد شاه بابا عالي لېسه ٣.ملالۍ عالي لېسه
٤.عينو#1 عالي لېسه

د کابل ښار په دوو ناحیو کې د پوهنې وزارت په ۴ دولتي ښوونځيو کې د لېوال لیرې ښوونځي د ټکنالوژۍ او توکو بریالۍ ازموینه
د پوهنې وزارت څلورو ښوونځیو کې د ٢٠٠٠ زده کوونکو په ګډون، پروژې خپل ازمېښتي پړاو د 2016 په فبروري کې پیل کړ او د 2017 په ډسمبر کې د خپلو ټولو پروګرامونو او د څارنې او ارزونې له فعالیتونو سره پای ته ورسید.

لاندې هغه ښوونځي دي چې په ازمېښتي پروژه کې یې برخه اخیستې وه:
1. د سردار محمد داود خان عالي لیسه
2. عبدالقاسم فردوسي لیسه
3. د ناهيد شهيد عالي لېسه
4. د غلام محمد غبار عالي لېسه

معلومات ښیي چې له 80 سلنې څخه زیاتو ښوونځیو مدیران د پروژې له فعالیتونو څخه بشپړ رضایت ښودلی، په داسې حال کې چې د منځنۍ دورې په ارزونه کې دا یوازې 50 سلنه وه. برسېره پردې، 87 سلنه په خپلو ښوونځیو کې د ټیکنالوژۍ پر بنسټ د زده کړې دوام ته ډیره لیوالتیا لري او له 73 سلنې څخه ډیر د پوهنې وزارت نورو ښوونځیو ته هم د پروژې غځولو وړاندیز کوي.

پر دې سربېره ۹۰ سلنه ښوونکو ویلي چې دغه روزنیز پروګرام ګټور و او زده کوونکو يې په کافي اندازه یې زده کړې کړي دي.

په ټولیز ډول، له ازموینو وروسته د زده کوونکو په مجموعي نمرو کې 11 سلنه ښه والی لیدل کیږي، چې د لېوال ټیکنالوژۍ پر بنسټ د زده کړې توکو اغیزمنتوب په توګه تشریح کیدای شي. سربیره پردې، د پروژې په پای کې د ګډونوالو زده کوونکو نمرو کې د ناګډنوالو زده کوونکو په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی ښودل شوی.

د پوهنې وزارت په نصاب او د زده کوونکو په ټولیزه زده کړه کې د لېوال ټیکنالوژۍ پر بنسټ د زده کړې او میتودونو اغېز 17 سلنه اټکل شوی.

کله چې په کور کې د زده کوونکو لخوا د لېوال ښوونځي اپ (اپلیکیشن) کارولو په اړه وپوښتل شول ، نږدې 50 سلنه زده کوونکو وویل چې دوی په کور کې د لېوال اپ لپاره ګرځنده ټليفون کاروي. له پروژې مخکې اټکل کېده چې کېداى شي تر پنځه سلنه زده کوونکي به ګرځنده کارولو ته لاسرسى ولري.
د منځمهاله ارزونې په برخه کې د وړاندیز شویو ټکو پر بنسټ، د پروژې دویم پړاو د ښوونیز کال په پیل کې پلی شو؛ د ښوونځیو لپاره ځانګړی مهالویش او پلان چمتو شوی او ټولو ګډونوالو ښوونځیو ته لمريزې (سولر پېنل) ورکړل شوي.

ده يوه زده کوونکي مور وايي: "که څه هم زه نالوستې یم، خو د لېوال د لېرې ښوونځي د زده کړې په برخه کې د خپلو ماشومانو سره د مرستې په هڅه کې، زه پخپله هم زده کړه کووم. زه حتا په الفبا هیڅ نه پوهیدم ، خو اوس زه توري او ځینې کليمې لوستلی شم."

وروستنۍ ارزونه ښیي چې د ازمېښتي پروژې جریان په مناسب لوري روان وو، کوم چې کولی شي د پروژې د ټاکل شوي هدف د ترلاسه کولو لپاره ملاتړ وکړي.
خوش آمدی
خريداری
شرح
مجموعه

کتاب ليک اى ٤ پشتو
قيمت: 20.00 USD
مقدار:
20
کتاب ليکلار اى ٤ پشتو
قيمت: 20.00 USD
مقدار:
0

جمع کل
20
حمل
مجموعه USD
20
کارولو وړتيا
 - پرمټ - 
© ١٩٩٩-٢٠٢٢ همه حقوق براى شرکت لېوال محفوظ است. هر نوع کاپى کردن ممنوع مى باشد
0