https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
لېوال ډيجيټل ښوونځي، ازموينو سيستم کې پوښتنې او کورنۍ دندې اچول
کپی لینک کاپى شد
2023-02-16 شمسي 1401-10-27
د لېوال ډيجيټل ښوونځي له ګرانو زدکوونکو او د هغوى له مورپلار يا وکيل څخه ملګرتيا غواړو چې د هر لوست لپاره پوښتنې او کورنۍ دندې سيستم ته واچوي. ترڅو د دوى بچي ژر له ازموينو يا امتحان څخه ګټه پورته کړي. د هر لوست پاى کې لنډه ازموينه يا امتحان راځي چې په سم ځواب ورکولو زدکوونکي ته سيسټم بل لوست راولي. د ښوونځي سيستم کې دغه اسانتيا جوړه ده خو د کسانو د کمښت له امله پوښتنه، چې يو سم او درې ناسم ځوابونه ولري جوړولو لپاره ستاسې مرسته پکار ده.

لکه څنګه چې ويډيو کې ګام پرګام تشريح شوي، د هر لوست پاى کې زدکوونکي درې پوښتنې او يوې کورنۍ دندې غوښتنه اچولاى شي. دويم پړاو کې به تکړه زکوونکو، مور، پلار يا وکيل ته د پوښتنو سره ګڼ-اختياريز يا Multiple choice چې څلورځوابه هم ورته وايي د يو سم او درې ناسمو ځوابونه جوړولو واک ورکوو.

همدارنګه که پيسبک ولرئ د لوست پاى کې سپارښتنې پورمه کې ښوونځي سره د خپلې خوښې ښوونيز توکي لکه کتاب يا ويډيو له نورو سرچينو څخه لکه يوټوب، ويبځاى، خان اکاډمي يا خپلې ويډيو تړونى يا لينک شريکوئ. ترڅو تاسې او نورو سره زدکړو کې مرسته وکړي، که اړوند توکو څښتن ښوونځي ته اجازه ورکوله موږ به يې د ښوونځي د ښووندود برخه کړو.

لېوال ډيجيټل ښوونځي سره مرسته ټولو سره مرسته ده.

مننه

نور رحمان لېوال
لېوال ډيجيټل ښوونځي
بنسټګر او پنځګر
ازموينو يا امتحانونو زړې پارچې او پوښتنې پکار دي
کپی لینک کاپى شد
لېوال ډيجيټل ښوونځي د ازموينو سيستم جوړولو لپاره، لومړي ټولګي څخه تر ١٢ ټولګي د تېرو ٣ کلونو زړې پارچې له پوښتونو او ځوابونو سره پکار دي.

د لېوال ډيجيتل ښوونځي زدکوونکو، مورپلار او خپلوانو څخه هيله ده چې ځان، خپلو بچيو او نورو سره د مرستې لپاره هلېځلې وکړي، د تېرو کلونو پوښتنې، ځوابونه يا پارچې راټولې کړي يا که تجربه لري مرسته وکړئ پوښتنې او ځوابونه جوړ کړي.

ښوونکي که د تېرو ٣ کلونو زړې پوښتنې/سوالونه يا هم پوښتنې او ځوابونه لري هيله ده شريکې يې کړي.

که څوک دغې چارې ته خپل بشپړ وخت ورکوي، ښوونځيو، زدکوونکو يا اړوند ادارو څخه پارچې راټولوي په هره پوښتنه چې پارچه يې مل وي، او لاندې جدول مالومات يې ورډ کې بشپړ کړي وي، د هرې پوښتنې پرسر لس افغانۍ ورکول کېږي، (پوښتنې بايد تر سلو ډېرې وي چې پيسې ترلاسه کړي). د " پوښتنې ځوابونه ١-١٢ ټولګي پورمه" جوړښت مل دى. د نورو مالوماتو لپاره اړيکه وکړئ.
خوش آمدی
مکتب دیجیتال  لېوال
خريداری
شرح
مجموعه

هیچ موردی ندارد
جمع کل
0
حمل
مجموعه
0
کارولو وړتيا
© ١٩٩٩-٢٠٢٢ همه حقوق براى شرکت لېوال محفوظ است. هر نوع کاپى کردن ممنوع مى باشد
پليکه
0