اړين دى
نور وښيه...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟
پاڼه نشته ورشه کورپاڼه
بنسټليک د ١٤٠١ کال اټکلونه ښيي چې افغانستان کې د لوستيا کچه ٣٧٪ ده. د ٤٢ ميليونه افغانانو څخه ٢٦ ميليونه يې ليک لوست نشي کولاى، نوي سياسي بدلون سره نژدې د دوه ميليونو نجونو منځنيو ښوونځيو ته پر تګ بنديز دى. شاوخوا درې ميليونه کورنۍ هېواد کې دننه کډوال او يو ميليون نورې هېواد پرېښودو ته اړ او د هغه ميليونو افغان کډوالو برخه شول چې له پخوا لا په نړۍ خواره واره پراته دي. ددغوکډوال ځينې لږ يا هېڅ ښوونځي ته ترلاسى نه لري. لېوال ډيجيټل ښوونځى دغو لسګونه ميليونو افغانانو ته د ښوونځي خپلځاني زدکړو ډيجيټلي سيستم او د دوى د زدکړو هڅو ته رسمي اسناد برابروي. د يو سروې لمخې يوازې خيبر پښتونخوا کې۴.۷ ميليونه کسان چې عمرونه يې د ٥ او١٦ کلونو ترمنځ دي ښوونځي ته نه ځي.۲،۹ ميليونه يې نجونې دي او يو ميليون يوازې په قبايلي سيمو کې ژوند کوي چې ډېرى يې افغان کډوال کېداى شي. په لنډيز ډول د افغانانو تر٧٠٪ د ښوونځي، ښوونکي او کتاب نشتون يا هم بېوزلۍ، ټولنيزو، سياسي بنديزونو او نورو ناخوالو له امله ښوونځي ته نشي تلاى، لېوال ډيجټل ښوونځى دغه ټول خنډونه لمنځه وړي. پورتنيو ستونزو سربېره رسمي زدکړې يوازې د مدرسې او ښوونځي تګ پورې تړلو او بديلو لارو لکه دليرې ښوونځى، کور ښوونځى، پرانيستى ښوونځى، مجازي ښوونځى او په لسګونو نورو لارو څخه ګټه نه اخستلو لوستي کېدل لا ناشوني کړي. لېوال ډيجيټل ښوونځى هېواد او نړۍ کې ميليونو افغانانو ته د ټيکنالوژۍ په مرسته له نويو لارو د رسمي ښوونځي اسانتيا ورکوي چې په هر عمر، هر چېرې او په هر ډول زدکړه وکړي، د زدکړو رسمي سند ترلاسه او پرمختګ وکړي. ليدلورى د ټکنالوژۍ په مرسته له وړکتون څخه تر دولسم ټولګي وړيا او اسانه پليکه، بېليکې او ترکيبي خپلځاني زدکړي په هر عمر، هر ځاى او هر وخت کې رامنځته کول. دنده وړکتون څخه تر دولسم ټولګي د نويو تخنيکونو لکه ويبځاى، ټبليټ، کمپيوټر، ځيرکو وسيلو او پروګرامونو پرمټ،د بديلو او خپلځاني زدکړو پليکه انټرنټي، بېليکې او ترکيبي زدکړو نړيوال، وړيا او اسانه رسمي ښوونځي رامنځته کول. ښووندود يا نصاب لېوال ډيجيټل ښوونځى د پوهني وزارت ښووندود او د لېوال خپلځاني زدکړو برېښښووندود په پښتو او دري ژبو د پليکه، بېليکې او ترکيبي زدکړو لپاره کاروي. همدارنګه په يو نړيوال ښووندود کار روان دى چې له هېواد څخه بهر هېوادوالو ته په نړيوال کچه د ښوونځي زدکړو اسانتياوې برابرې شي. د لېوال خپلځانې زدکړې برېښښووندود بشپړ نالوستو سره له وړکتون څخه تر دريم ټولګي د لېوال خپلځاني زدکړوو برېښښووندو، مرسته کوي چې ليکل او لوستل اسانه زده کړاى شي. لېوال برېښښووندود د ملي او نړيوالو معيارونو پر بنسټ د پياوړو او تکړه ښوونکو، کمپيوټر پوهانو، غږ او ويډيو پوهانو لخوا جوړ شوى، په کورونو، خصوصي او دولتي ښوونځيو کې ازمېښت شوى دى. همدارنګه د بشپړ نالوستو خپلځاني زدکړو لپاره ”د لېوال ښوونځي پوهنپانګه” جوړه شوي چې د لېوال ډيجيټل ښوونځي، د پوهنې وزارت او نورو ښوونځيو په کتابونو کې کارېدلې کليمې، نښې، معادلې، ځانګنومونې، تکراري پوښتنې او ځوابونه او نور تشرېح شوي. پوهنپانګه کليمې لولي، په تورو (هجا) يې وايي، د کليمې هممانيز (مترادف)، بډمانيز (متضاد) او ګرامري ځانګړتياوې په غږيزه او ويډيوييزه بڼه تشرېح کوي. د افغانستان د پوهنې وزارت ښووندود لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي د پوهنې وزرات د ښووندود د ټولو مضامينولوستونه د انټرنټ په مرسته د ښوونځي ويبځاى کې پليکه او هم د ځيرک ټليپون او نورو کمپيوټري وسيلو په مرسته له انټرنټ څخه پرته د ښوونيزو توکو ترلاسه کولو سره ښوونځى بيلېکې ترسره کولاى شئ. ښوونيزې چارې که هره ستونزه د زدکوونکو د ښوونځي د نه تګ سبب کېږي او زدکړه نشي کولاى، نو لېوال ښوونځى خپل کورکې د خپلې خوښې پر وخت لوستلئ شي. ښوونځى د بېلابېلو ټکنالوژيو په مرسته تيار شوي ښوونيزه منځپانګه ورکوي، چې غټ، واړه، نارينه او ښځينه په خپل کور او بل هر ځاى کې رسمي ښوونځى لوستلى شي. موږ د زدکړو برخه کې د باورتيا ادارو او حکومتونو سره کار کوو چې د زدکونکو زدکړې په هېواد او نړۍ کې د منلو وړ وي او پر بنسټ به يې نورو ښوونځيو کې ګډون وکولاى شي. همدارنګه د لېوال ډيجټل ښوونځي بريالتوب سره په ورته تګلارې لېوال ډيجټل پوهنتون هم پيل کېږي چې زدکوونکي په نړيواله کچه کاروبار او دندو ترلاسه کولو جوګه کړي. زدکوونکوته د ښوونې لپاره ويبځاى، کمپيوټر او ځيرکو وسايلو لپاره ځانګړي پروګرامونه او ښوونيزه منځپانګه جوړ شوي چې زدکوونکي ته د هر لوست کتابي بڼه، ښوونيزه ويډيو، ملاتړې ويډيوګانې، تمرين، کورنۍ دنده، سپارښتنه، لنډ ازمېښت، لوست ازموينه او مضمون ازموينه برابروي. همدارنګه د ښوونکي او وکيل يا مورپلار لپاره هم د زدکوونکو د څارلو لارښوونې او لارې لري. لوست دوران کې د ټليپون، برېښناليک،انټرنټي اسانتياوو، پيغامونو او نورو لارو څخه زدکوونکو سره مرسته کېږي. هغوى چې پليکه استانتياوې نه لري کولاى شي چې لېوال ښوونځي پوهنپانګه څخه ګټه پورته کړي. همدارنګه هغه زدکوونکي چې غواړي او وس يې لري ښوونځى په داسې لارو کار کوي چې پليکه ځانګړى ښوونکى ولري. په ټوليز ډول لېوال ډيجيټل ښوونځى د ښوونکي چارې ټکنالوژۍ ته ورکړي او يا د ټيکنالوژيو په مرسته ښوونکو ته ترلاسى اسانه کوي. ښوونځى له وړکتون څخه تر دولسم ټولګي پليکه، بېليکې او ترکيبي زدکړې هرچاته په هر عمر، هر ځاى او هر وخت کې په لاندې ډول برابروي: هر زدکوونکي چې لېوال ښوونځى کاروي بايد لومړى نومليکنه وکړي او بيا کولاى شئ چې لاندې لارو څخه ښوونځى ترسره کړي. وړکتون او لومړي ټولګي څخه پرته بل هر ټولګي کې نومليکنه له ازموينې او بريالتوب څخه وروسته يا د همچار ښوونځي لخوا ترسره کېږي. پليکه ښوونځى ښوونځي ويبځاى lds.liwal.com څخه زدکوونکي د انټرنټ له لارې ښوونځى د خپلې خوښې وسيلې لکه کمپيوټر، ځيرک ټيلپون، ځيرک ټلوېزيون يا بله وسيله چې انټرنټ سره تړلي او نړيوالويب لټونګر ( بروسر) يا د لېوال ځانګړى پروګرامونه ولري له ګډون څخه وروسته ښوونځى پيل کوئ، که انټرنټ نلري نو بېليکې ښوونځى اسانتياوې کارولاى شي بېليکې ښوونځى پرته له انټرنټ څخه ښوونځي لپاره زدکوونکي ځيرک ټليپون، ټابليت يا کمپيوټر ته اړتيا لرئ. ښوونيزه منځپانګه او د لېوال ښوونځي پروګرام په ځانګړي ميموري کارډ يا کاپي کولو سره د ښوونځي له مرکزي دپتر، ملګرو ښوونځيو، نيږدې استازي څخه ترلاسه کوئ. دوى ستاسې سره مرسته کوي چې ښوونځي کې نومليکنه وکړئ، د ښوونځي ښوونيز منځپانګه او پروګرامونه ستاسې په ځيرک ټليپون، ټابليټ يا کمپيوټر کې سمبال کړئ او ښوونځى پيل کړئ. ترکيبي ښوونځى هغه زدکوونکي چې پليکه زدکړې نشي بشپړولاى، کور او ګاونډ کې له نورو کسانو زدکړه نه شي کولاى په ځانګړو وختونو پليکه او مخامخ ښوونکو څخه زدکړې کولاى شي. همدارنګه د برېښنا، انټرنټ او تخنيکي وسيلو نشتون له امله زدکوونکي نشي کولاى ښوونيزه منځپانګې څخه ګټه پورته کړي. دغه زدکوونکى کولاى شي ښوونځي کې نومليکنه وکړي، زدکړې لپاره کتابونه پيدا او يو چا څخه زدکړه وکړي او ازموينو کې ګډون وکړي. که زده کوونکي نه شي کولاى په سيمه کې څوک پيدا کړي چې د مضمونو لوستونوکې زده کړې ورڅخه وکړې لېوال ښوونځي ويبځاى کې زموږ همچار شئ برخې څخه پګړوال ښوونکي د هر مضمون لپاره ييدا کولاى شي چې ښوونې کې مرسته کوي. نومليکنې تګلار د نومليکنې يا داخلې لپاره lds.liwal.com د ښوونځي ويبځاى کې نومليکنه يا داخله مينو ته ولاړ شئ او له هغه ځاى څخه اړوند ټولګي کې د نومليکنې تړې يا شرتونه وګورئ او نومليکنه پيل کړئ يا٠٠٩٣٧٨٠٢٧٤٠٤٠ ته ټليپون وکړئ. يا هم نوملکينې لپاره د لېوال دليرې ښوونځي مرکزي دپترکور لمبر٣، سړک ٨ الف (لېوال) ښارنو، کابل، افغانستان، يا نيژدې ملګري ښوونځى، پګروال، يا ښوونځي استازى د ښوونځي له ويبځاى څخه پيدا کړئ.   ازموينې لېوال ډيجيټل ښوونځي بنسټيزه موخه داده چې د زدکوونکو خپلځاني زدکړې د هېواد اونړۍ پکچه نورو ته د منلو وړ شي نو ازموينې په ډېر کره ډول اخيستل کېږي، يوازې هغو کسانو ته بريليکونه ورکول کېږي چې زدکړې يې کړې وي او له لاندې لارو ازموينو کې بريالي شي. ښوونځى د ازموينو هره لاره چې د زدکوونکو وړتياوې په کره ډول ارزولى شي کاروي چې ځينې يې په لاندې ډول دي: څاروتوب سپاچې ځانګړې ازموينه لېوال ډيجيټل ښوونځي څاروتوب سپاچو پا پليټپارمونو له لارې کره ازموينواسانتياوې ورکوي چې د ازمويينې وخت کې به اړوند کس به پيلکه خپله کامره لګوي او په کمپيوټري ازمېښتپاڼېو ازموينه ترسره کول به يې سرترپايه څارل کېږي. ځانګړې ازموينې مرکز کې ازموينه له ويبځاى يا ټليپون په مرسته د ښوونځي له نېږدې مرکز سره اړيکه کوئ هغوى به د ازموينې ځــــاى او وخت در وټاکي، دا اړينه ده چې په مرکز کې تر څارنې لاندې ازموينه ورکړئ او بل ټولګي ته بريالى شئ. ډليزې ازموينې جرګې لاندې ازموينه لېوال ډيجيټل ښوونځي استازو جمع پګړوالو، بسپنوالو، مينوالو د زدکونکو وکيلانو، مورپلار، ځايي چارواکو او اړوند د پوهنې وزارت مسيولينو څخه د ولايتونو او نړۍ پکچه هېوادو کې د ازموينې جرګې جوړېږي. ددغې جرګې د څارنې لاندې ډليزې ازموينې ترسره کېږي. د څارنې لاندې د غوښتنو پربنسټ په کال کې دوه يا ډېر ځله د هېواد او ولايتونو پکچه د يوه يا څو ټولګيو لپاره مخامخ او ډليزې ازموينې برابرېږي. د ازمينو ورکولو لپاره زدکوونکي د ښوونځي له ويبځاى څخه غوښتنه لېږي او هم د هر ټولګي د ټولو مضمونو په بشپړولو د ښوونځي پروګرامونه پخپلچار ډول د زدکوونکو ازموينې ته نومليکنه کوي. د ډليزې ازموينې لپاره د ښوونځي اداره د ازموينې پرچې ورلېږي او يا په ځايي ډول يې د ازموينې جرګه جوړوي. د ازموينې پاى کې ټولې پرچې راټولې مهرلاک او د لېوال مرکزي ښوونځي ادارې ته د نومرو ورکولو لپاه لېږل کېږي. که په پورتنيو هر ډول ازموينه کې بريالي شوئ، بريليک د لېوال دليرې ښوونځي څخه ترلاسه او بل ټولګي کې به ګډون کولاى شئ. بريليکونه لېوال ډيجيټل ښوونځى او درسي تګلاره يې د ملي او نړيوال ښووندود د معيارونو پر بنسټ جوړه ده، دلته هغه څه زده کوئ، چې دولتي،خصوصي يا نړيوالو ښوونځيو کې يې زده‌کوئ، يوازې زموږ تګلاره نوې ده، ددې پر ځاى چې زدکوونکي په زده‌کړو پسې ورشئ، د ټکنالوژۍ په مرسته زده‌کړه خپل ځاى کې او د خپلې خوښې پر وخت يې په وړيا ډول يا لږ لګښت ترسره کوي. ښوونځى ملي او نړيوالو ادارو او ښوونځيو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې ستاسې زده‌کړې، په هېواد او نړۍ کې د منلو وړ شي. لېوال ډيجيټل ښوونځي اداره لېوال ډيجيټل ښوونځى د ښاغلي نور رحمان لېوال لخوا پيل، پنځول او اداره کېږي، نور رحمان لېوال بنسټ يې چلوي او لېوال کمپنۍ چې رسنيو، مالوماتي ټيکنالوژيو، زدکړو، روغتيا، سوداګرۍ او نورو برخو کې کاروبارونه لري د ښوونځي پانګونه کوي. ښاغلى نور رحمان لېوال په ټولو افغانانو او د افغانانو په خواخوږ غږ کوي چې د پوهې دغه ملي پروګرام کې خپلې مرستې او همغږۍ او همچارى وکړي. په ځانګړي ډول په ټولو زدکوونکو او د هغوى په مور پلار غږ کوو چې د ښوونځي بريالي کولو برخه کې همکار وکړي او د ښوونځي تلپاتې بسپنوال شي. د پايښت لپاره له اړتيا سره سم به ښوونځى په نومليکنه، ازموينو او بريليکونو ورکول لګښتونه اخلي، خو ښوونځى ژمنه کوي چې د تل لپاره به د وړيا زدکړې ورکوي. لېوال ډيجيټل ښوونځى او اوړند تګلارو ټول واک او حقوق لېوال او اړوند خويندو کمپنيو په افغانستان او نړۍ کې خوندي او کاپي جوړول منع دي.