https://www.mahasib.com
ضروری
نمایش بیشتر...
لږ وښيه
تشرح نده ساتل شوې. مخکې لاړ شه؟

لېوال ډيجيټل ښوونځي، ازموينو سيستم کې پوښتنې او کورنۍ دندې اچول

کپی لینک کاپى شد
د لېوال ډيجيټل ښوونځي له ګرانو زدکوونکو او د هغوى له مورپلار يا وکيل څخه ملګرتيا غواړو چې د هر لوست لپاره پوښتنې او کورنۍ دندې سيستم ته واچوي. ترڅو د دوى بچي ژر له ازموينو يا امتحان څخه ګټه پورته کړي. د هر لوست پاى کې لنډه ازموينه يا امتحان راځي چې په سم ځواب ورکولو زدکوونکي ته سيسټم بل لوست راولي. د ښوونځي سيستم کې دغه اسانتيا جوړه ده خو د کسانو د کمښت له امله پوښتنه، چې يو سم او درې ناسم ځوابونه ولري جوړولو لپاره ستاسې مرسته پکار ده.

لکه څنګه چې ويډيو کې ګام پرګام تشريح شوي، د هر لوست پاى کې زدکوونکي درې پوښتنې او يوې کورنۍ دندې غوښتنه اچولاى شي. دويم پړاو کې به تکړه زکوونکو، مور، پلار يا وکيل ته د پوښتنو سره ګڼ-اختياريز يا Multiple choice چې څلورځوابه هم ورته وايي د يو سم او درې ناسمو ځوابونه جوړولو واک ورکوو.

همدارنګه که پيسبک ولرئ د لوست پاى کې سپارښتنې پورمه کې ښوونځي سره د خپلې خوښې ښوونيز توکي لکه کتاب يا ويډيو له نورو سرچينو څخه لکه يوټوب، ويبځاى، خان اکاډمي يا خپلې ويډيو تړونى يا لينک شريکوئ. ترڅو تاسې او نورو سره زدکړو کې مرسته وکړي، که اړوند توکو څښتن ښوونځي ته اجازه ورکوله موږ به يې د ښوونځي د ښووندود برخه کړو.

لېوال ډيجيټل ښوونځي سره مرسته ټولو سره مرسته ده.

مننه

نور رحمان لېوال
لېوال ډيجيټل ښوونځي
بنسټګر او پنځګر

زما ټوکرۍ

Delivery  Pickup  
شرح
مبلغ

هیچ موردی ندارد
جمع کل
0.00
حمل
نشانی تحویل ضروری
روش پرداخت
عزيزي بانک  نقدي  
© ١٩٩٩-٢٠٢٦ همه حقوق براى شرکت لېوال محفوظ است. هر نوع کاپى کردن ممنوع مى باشد
موبايل
موبايل
Whatsapp
ايميل
يوتوب
تويتر
پليکه
0