د انګريزي ژبې نړیوال ډیپلوم (پژنډ) زدکونکو ته انګريزي د مورنۍ یا دويمې ژبې په توګه لیک لوست ورزدکوي، د لارښوونو وسیله کېدای شي پښتو،دري، انګرزي یا نورې ژبې وي. پژنډ د هغو افغانانو لپاره دی چې غواړي د لومړۍ ژبې په توګه انګريزي لوستل او لیکل زده کړي، کېداى شي دوى له انګريزي ژبې پرته ښوونځي لولي یا لوستى وي. يا نالوستى دى او يوازې انګريزي ليک لوست زدکول غواړي. همدارنګه پژنډ په ځانګړي ډول د هغو بهرنیانو لپاره دی چې غواړي انګريزي د دویمې ژبې په توګه زده کړي.
١٠٠ هغه زده کونکي به د وړياډيپلوم لپاره غوره شي چې لومړى مرحله کې يې نوملیکنه کړي وى.