ډاکټر افتاب خان
لېوال ډيجيټل ښوونځي استازى لاهور
"سلامونه ګرانه مشره لېواله! همدا نن مې ستاسو برېښناليک ولوست. منم چې زما ناراستي ده. زه ډاکټر آفتاب يم چې د واټسپ او د ټويټر له لارې ستاسو سره پېژندنه لرم. ستاسو د لېوال د لرو زده کړو موسسه زما ډېره خوښه شوه او زما هيلې يې زياتې کړې. زه به کوښښ کوم چې ستاسو د هڅو ملګری شم. دلته زموږ په ښار کې د پورتني افغانستان په زرګونو ماشومان دي چې د کاغذ او کثافاتو ټولولو کارونه کوي. د هغوي د ژوند وضيعت ډېر د ځور وړ دی. زه به هڅه کوم که داسې څو تنه هلکان مې يو ځاي کړل او ستاسو د لرو زده کړو ښوونځيو سره مې په ليکه کړل. له دې سربېره زه پخپله د زده کړې ورکولو شوق لرم او باوري يم چې هغه ټول جواهر لرم چې د يوه غښتلي ښوونکي اثاثه وي. زه ګورم چې څنګه وکولای شم چې ستاسو سره د دې نوي سباوون کتونکی جوړ شم. ستاسو مينوال: ډاکټر آفتاب."