د يو کال دوران کې ملګرى ښوونځى بايد خپل ښوونکي وهڅوي چې لږترلږه د يو مضمون لوستونو لپاره ښوونيزې ويډيوګانې جوړې کړي.
ملګري ښوونځى کولاى شې:
ا- هغه زدکوونکي چې پيس نشي ورکولاى، له خپل ښوونځي څخه يې لېوال ډيجيټل ښوونځې ته واړوئ .
ب- هغه زدکوونکې چې د بنديز له امله ښوونځي ته نشي ورتلاى هغوى لېوال ډيجيټل سيسټم کې له خپلې خوا راجسټر کړي او مرسته ورسره وکړي.
د لېوال ډيجيټل ښوونځي اسانتياوې د ملګري ښوونځي لپاره وړيا دي، که ملګرى ښوونځى له خپلو زدکوونکو پيس اخلي موږ ستونزه نه لرو. ملګرى ښوونځى کولاى شئ د پيس يوه برخه لېوال ډيجيټل ښوونځي ته د چارو د پرمختګ لپار ډالۍ کړي.
ملګرى ښوونځى کولاى شي ځانګړو تړو لاندې د خپل ښوونځي پليکه مالي او اداري مديريت لپار د لېوال ډيجيټل ښوونځي سيستم ، زمو ويبځاى کې له تړوني لاندې يا بشپړ خپل ډومين لاندې وکاروي.