د دري/فارسي ژبې نړیوال ډیپلوم (دژنډ) زدکونکو ته دري يا پارسي د مورنۍ یا دويمې ژبې په توګه لیک لوست ورزدکوي، د لارښوونو وسیله کیدای شي دري، انګرزي یا نورې ژبې وي. دژنډ د هغو افغانانو لپاره دی چې غواړي د لومړۍ ژبې په توګه دري لوستل او لیکل زده کړي، کېداى شي دوى له دري ژبې پرته ښوونځي لولي یا لوستى وي. يا نالوستى دى او يوازې دري ليک لوست زدکول غواړي. همدارنګه ډدنډ په ځانګړي ډول د هغو بهرنیانو لپاره دی چې غواړي دري د دویمې ژبې په توګه زده کړي.
١٠٠ هغه زده کونکي به د وړياډيپلوم لپاره غوره شي چې لومړى مرحله کې يې نوملیکنه کړي وى.